زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-18  |  2024-04-27  |  تازه شوی په: 2024/04/25 - 05:07:0 FA | AR | PS | EN
افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی             ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل             پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر             د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي             د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه            

تاريخ النشر: 2024/03/04 - 04:14:2
زيارة: 191
مشاركة مع الـأصدقاء

په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو
 په ارزګان کې نوی روغتون پرانیستل شو

انصار: (د کب 14 مه)، د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو سوداګرو په مالي ملاتړ د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت روغتون جوړ او پرانيستل شو.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، په دغه روغتون کې به د عمومي جراحۍ، نسايي ولادي، آو، پي، ډي او داخله ناروغيو په برخه کې خدامات وړاندې کېږي.

هغه وايي، د دولتي روغتونونو ترڅنګ اړتيا ده چې خصوصي سکټور هم د خلکو د اړتيا پوره کولو لپاره کار وکړي.

محمدالله روحاني وایی :« ارزګان ولايت بېخي داسې روغتون نه درلود چې رسمي جواز ولري. دا ۲۰ بستريز روغتون چې په هغه کې به د نسايي ولادي خدمتونه جرايي خدمتونه، داخله خدمات ترسره کېږي.»

د دغه روغتون د پرانيستلو پرمهال د دغه ولايت والي مولوي عنايت الله شجاع وايي، د ياد روغتون په پرانيستل کېدو سره به ډېر هغه کسان چې اوس هم روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري، له روغتيايي خدمتونو برخمن شي.

مولوي عنايت الله شجاع وایی : «اسلامي امارت د روغتيا په برخه کې کافي بودجه ځانګړې کړې، موږ به په همدې اړه وزارت ته پشنهادونه کوو او هغه روغتيايي برخې چې مهمي دي، اوليت به ورته ورکوو.»

په همدي وخت کې عام اوسېدونکي د ياد روغتون په پرانيستلو خوشحاله دي، خو زياتوي چې د معیاري خدمتونو او مسلکي ډاکټرانو د نشت له کبله اوس هم دوی اړ کېږي چې خپل ناروغان ګاونډيو ولايتونو ته د درملنې په هدف انتقال کړي.

د دغه ولايت اوسېدونکي شريف الله کليد ته وويل: « موږ د دغه روغتون په پرانيستلو خوشحاله يو، خو زموږ غوښتنه دا ده چې باید ښه ډاکټران ورته راشي او ښه طبي ماشينونه ورته راوړل شي.»

د ارزګان ځايي مسولين وايي، دامهال لسګونه دولتي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري او په خبره يې، په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو لپاره هڅې کوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30421






*
*

*



قرأ

د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو


یو ان دی پی: افغان روغتونونو کې مو ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې


په افغانستان کې تېر کال د توبرکلوز ۸۰ زره پېښې ثبت شوي


روغتیایي سیستم باید اصلاح او د سرطان د درملنې جوګه شي


د ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې ۶ زرو ډاکټرانو ازموېنه


په سوري زړه ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې دوام


د کندهار له طب پوهنځي د ۸۷ نارینه ډاکټرانو فراغت


د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو د کمپاین پيل


د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته


د افغانستان ۴۰۰ میلیونه ډالره اوس هم بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي


د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې دي


پاکستان وایي پولیو هم له افغانستانه دوی ته راغلې


یونیسف د افغان ماشومانو د ملاتړ ژمنه کړی


په ننګرهار کې د پولیو بله مثبته پېښه ثبت شوې


چین د روغتیا سازمان د کرونا اصلیت څیړلو ډله دغه هېواد ته نه ده پریښې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان